د هوا پېژندنې ادارې نن دهیواد په ۱۵ ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو او سېلابونو اټکل کړی دی. یادې ادارې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه له ۱۵ تر ۳۵ ملي مترو پورې اټکل شوې. د خبرپاڼې له مخې؛ دغه اټکل د سالنګونو په ګډون په بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کابل، لوګر، میدان وردک، غزني، پکتیا، خوست، پکتیکا، زابل، روزګان او کندهار ولایتونو کې شوی دی. دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې، د اقلیم د بدلون له امله، په دې وروستیو کې په ډېری ولایتونو کې سخت سېلابونه راوتلي، چې زیات شمېر افغانانو ته یې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.