د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي، چې دامهال بزګران، مالدران او د کرنې په برخه کې فعاله خصوصي سکتور کولای شي، له ۱۰ زرو تر سل زرو افغانیو پورې مالي مرستې ترلاسه کړي. د کرنې وزارت چارواکو دغه څرګندونې د کرنې پراختیا وجهي صندوق د مشارکت او مضاربت د مالي خدماتو د پرانیستې مراسمو کې کړې دي. د کرنې د پراختیا وجهي صندوق مسوولین وایي، خصوصي سکتور کولی شي د مشارکت او مضاربت له مالي خدماتو په استفادې د کرنې د میکانیزه کولو په برخو کې پانګونه وکړي. د کرنې د پراختیا وجهي صندوق د شمېرو لهمخې، تېر کال بزګرانو، مالدارانو او خصوصي سکتور د مرابحې او وکالت له لارې له دغه صندوق څخه یو میلیارد او ۳ سوه میلیون افغانۍ مرسته ترلاسه کړې ده.