د میدان وردګو ولایت کې ځایي چارواکي وایي، چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په غه ولایت کې پر ۹ زره ۹۵۱ اوسېدونکو نغدي مرستې وېشلې دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې دا مرستې د ميدان وردګ په مرکز ميدان ښار او د دغه ولايت په بهسودو، جلريز او سېداباد ولسواليو کې پر راستنېدونکو او دغه راز پر سېلاب ځپلو کورنیو وېشل شوې دي. د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، له هر اړمن کس سره ۱۴۰ امریکايي ډالره مرسته شوې ده.اوچا ټینګار کړی چې په هېواد کې به د مرستندویه بنسټونو له خوا د وروستیو طبیعي پیښو له زیانمنو شویو کورنیو سره مرستې دوام ولري.