د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولینو خبر ورکړی، چې په کابل کې یې پر لسګونه بېسرپرسته او کونډو ښځو د کوچنيو کاروبارونو جوړونې لپاره ۲۷ قلمه د خیاطۍ وسایل وېشلي دي. د خبر له مخې دغه وسایل د اتریش د پراختیايي بنسټ په مالي او د ډنمارک د سره صلیب په تخنیکي مرسته پرون په کابل کې ۵۰ تنه بې سرپرسته کونډو ښځو ته د یوې غونډې په ترڅ کې د کوچنیو کاروبارونو جوړونې په موخه وېشل شوي دي. د مسوولینو په خبره دوی د خیاطۍ، مالدارۍ او مرغدارۍ په برخو کې دغه ډول پروګرامونه په ننګرهار، هرات او هلمند کې هم پیل کړي، چې د مرستندویه ادارو په مالي ملاتړ به نورو ولایتونو ته هم وغځول شي.