د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا د افغانستان سویلي ولایتونو ته له سفر وروسته د نشه یي توکو برخه کې د سرپرست حکومت د دریځ او ژمنتیا ستاینه کړې. اوتنبایوا ویلي، هڅه کوي افغانستان کې د کوکنارو او نورو نشه يي توکو د بدیل کښت، د روږدو کسانو درملنې او له بزګرانو سره د مرستې په موخه د ګڼ شمېر هېوادونو او بنسټونو ګډه ناسته جوړه کړي چې د سرپرست حکومت استازو ته به هم په کې د ګډون بلنه ورکړل شي. د یوناما مشرې دا څرګندونې د سرپرست حکومت له سیاسي مرستیال سره لېدنه کې کړي. نوموړي بیا د یوناما له مشرې غوښتي چې د افغانستان په تړاو دې حقایق او وروستي پرمختګونه له امنیت شورا سره شریک کړي. هغه ویلي، له نشه يي توکو سره د مبارزې برخه کې د همکارو بنسټونو او هېوادونو مرستې اغېزناکې تمامېدای شي.