کابل کې د ترکیې سفیر د کانونو او پټرولیم له سرپرست وزیر سره کتنه کې د کابل او انقرې ترمنځ د همکاریو پر پراختیا او پیاوړتیا خبرې کړې دي. د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، دې کتنه کې کابل کې د ترکیې سفیر جنک اونال له افغانستان سره بېلابېلو برخو کې د همکاریو ډاډ ورکړی. نوموړي ویلي، د ترکیې سوداګر د افغانستان کاني زېرمو کې د پانګونې غوښتونکي دي. بلخوا د کانونو او پټرولیم وزیر د ترکیې له پانګونې ملاتړ کړی او دې برخه کې یې د اسانتیاوو د برابرولو ډاډ ورکړی دی.