چین کې د افغانستان سرپرست سفیر د منځنۍ اسیا د نفت او ګاز شرکت له رییس با ون بن لي سره د افغاستان د نفتو د استخراج په اړه خبرې کړې دي. په دې کتنه کې د یاد شرکت رییس د افغانستان د نفتو استخراج پروژه مهمه بللې او ویلي یي دي، نږدې راتلونکي کې به د ۱۰۰میلیونه ډالرو په ارزښت ماشینري او وسایل افغانستان ته واستوي. لي زیاته کړې، د افغان انجنیرانو د ظرفیتونو لوړولو په موخه به ورته د چین پوهنتونونو کې د زده کړو زمینه برابره کړي.