د پنجشېر ولایت ځایي چارواکي وايي، چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې د پنجشېر له پريان څخه د بدخشان تر بهارک پورې د کابو ۱۰۰ کيلومتره سړک د جوړولو چارې پيل شوې دي. د یاد ولایت چارواکي وايي، چې د دغه سړک اوږدوالى نږدې درې سوه كيلومتره او سور يې لس متره دى. د پنجشير د مسوولین دڅرګندونو له مخې: تراوسه پورې ددغه سړک دجوړولو څه ناڅه پنځوس کيلومتره کار بشپړ شوى او د بدخشان بهارک ولسوالۍ پورې دپاتې کار د بشپړولو لپاره هلې ځلې دوام لري. د دغه سړک په جوړېدو سره د بدخشان د څلورو ولسوالیو اوسېدونکو ته د سړک د فاصلې په لنډولو کې د پام وړ کمښت ترڅنګ، د دواړو ولایتونو د اوسېدونکو ترمنځ د سوداګرۍ او صنایعو لپاره هم ښه زمینه برابرېږي.