د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي، طارق علي بخیت د ترکیې بهرنیو چارو وزارت له مرستیال محمد کمال بوزای سره کتلي او د دغه سازمان د غړو هېوادونو پر وړاندې یې د سیاسي، اقتصادي او بشري ننګونو د حل په اړه خبرې کړې دي. د اسلامي همکاریو سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، طارق علي بخیت افغانستان لپاره د ترکیې له پخواني سفیر اوزان ارطغرل سره هم کتلي دي. خبرپاڼه کې راغلي طارق علي بخیت او اوزان ارطغرل دغه کتنه کې افغانستان کې د ښځو او نجونو د زده کړو، نشه یي توکو سره د مبارزې او بشري وضعیت په تړاو د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکو سره د تعامل لپاره د دوحې غونډو د بهیر، اسلامي همکاریو سازمان او ترکیې د هڅو په اړه خبرې کړې دي. طارق علي بخیت ویلي، اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان په تړاو هڅو ته کامرون کې د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په سرمشریزه کې د شویو پرېکړو له مخې دوام ورکوي.