د خوست ولایت ځایي چارواکو ویلي، چې په یاد ولایت کې يوه ځوان لسګونو يتيمو او بې وزلو ماشومانو ته، چې نجونې هم په کې شاملې دي، د سواد زده کړې زمينه برابره کړې ده. د مالوماتو له مخې دغه ماشومان د هېواد د بېلا بېلو ولايتونو څخه د هغو داخلي بې ځايو شوو کورنيو غړي دي، چې اوس د خوست ولایت مرکز اړوند د شمل فرارو سيمه کې اوسېږي. دغه ځوان عبدالمالک جوهر وایي، چې دې ماشومانو ته په خپل کور کې د سهار او ماښام له خوا زده کړې ورکوي. بل پلو د پوهنې رياست چارواکي وايي، د خوست په مرکز او ولسواليو کې دوی د سواد زده کړې ۴۵۲ محلي ټولګي لري چې، د نجونو په ګډون شاوخوا ۷ زره کسان زده کړې په کې ترسره کوي.