د اوبو او برېښنا وزارت په تخار ولایت کې د ۴ کانالونو د تحکیماتو او بیارغونې چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی. یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د تخار ولایت په مرکز تالقان او فرخار ولسوالۍ کې د شاه روان، ګاومالي، ملک های خطایان او لجده کانالونو د تحکیماتو او بیارغونې چارې ۳۸۴ زره امریکایي ډالرو په لګښت د تالقان د سیندیزې فرعي حوزې د رییس سراج الدین وهاج، قومي مشرانو او د سیمې د اوسېدونکو په شتون کې پيل شوې. د سرچینې د مالوماتو له مخې؛ په دغه پروژه کې ۱۵۰۰ متره تحکیمات او د څلورو دهنو ودانۍ شاملې دي، چې د (اف. اې. او) موسسې په مالي لګښت د تالقان د سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پلي کېږي. په خبرپاڼه کې همدرانګه ویل شوي، چې د دغې پروژې چارې به د ۱۱ میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې ته په سپارلو سره به یې ۱۱۰ زره جریبه ځمکه خړوبه شي.