د لوګر د کار او ټولنېزو چارو ریاست مسوولین وایي د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې يې شاوخوا ۷۰۰ بېسرپرسته ماشومانو ته د روزنې او پالنې زمینه برابره کړې. د دغه ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست ریيس ویلي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت په مالي ملاتړ په مرکز پلعلم کې د بېسرپرست ماشومانو لپاره درې روزنتونونه پرانیستلي دي. نوموړی وايي، په یادو روزنتونونو کې د دوه سوه نجونو په ګډون ۷۰۰ بې سرپرسته ماشومانو ته د روزنې او پالنې زمینه برابره شوې ده. هغه همدارنګه زیاته کړه، یادو ماشومانو ته په بېلابېلو روزنتونونو کې د پوهنې وزارت نصاب مطابق د ښوونځي مضامین تدریسیږي او د لیلیې لپاره یې هم اسانتیاوې برابرې شوي دي.