د هلمند ولایت د ټرانسپورټ ریاست مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې تر ۹۰سلنه موټر د افغانستان د ټرافیکي او ټرانسپورټي قوانینو خلاف چلول کېږي. د یاد ریاست مسوولینو موټرچلونکو ته سپارښتنه کړې چې د یوې نیمې میاشتې په موده کې خپل موټر د افغانستان چپ لاسته واړوي. د هلمند د ترانسپورت ریاست مسوولین وایي، که موټرچلونکي دغه سپارښتنه تطبیق نهکړي، قانوني چلند به ورسره وشي. د هلمند د ټرافیکو مدیریت مسوولین وايي، که موټرچلونکي د ټرافیکي قوانینو په مطابق خپل موټر برابر کړي، دغه ولایت کې به ټرافیکي پیښو کې ۹۰ سلنه کموالی راشي. خو هلمند کې یوشمېر موټرچلونکي وايي، د افغانستان چپ لاسته ته د موټرو د اشترینګ اړولو لګښت زیات دی او دوی یې وس نهلري.