د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍادارې (اوچا) په خپل تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د جولای میاشتې په سېلابونو کې ۵۸ کسان مړه او ۳۸۰ نور ټپيان شوي دي. د دې ادارې په خبره د هیواد په ۳۲ ولایتونو کې ۲۴۵ ولسوالیو کې زیان اوښتی دی. د دغه راپور له مخې، سېلابونو د افغانستان په ختیځو او شمال ختیځو ولایتونو کې شاوخوا دوه زره کورنۍ زیانمنې کړې دي. یادې ادارې ټینګار کړی چې وروستیو سېلابونو د هېوادوالو شخصي توکو او ملکي زیربناوو ته زیان اړولی دی. په راپور کې ویل شوي چې سېلابونو تر ډېره په بدخشان، ننګرهار او بغلان کې زیان اړولی دی. اوچا په دې راپور ویلي، چې تر اوسه په افغانستان کې ۱۲ میلیونو وګړو ته پاملرنه شوې ده.