د ترانسپورټ او هوایي چلند د سرپرست وزیر او یو شمېر نورو چارواکو له لوري په هرات کې د ۲۰.۵ میلیونه ډالرو په لګښت د یوه نړیوال ترمینل د جوړولو چارې پیل شوې. د یادې پروژې چارو په پرانیستغونډه کې د ترانسپورټ او هوایي چلند سرپرست وزیر حمیدالله آخندازده وویل، چې د دغه ترمینل په جوړېدو سره به ۴ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي. دغه ترمینل په ۱۰۰۰ جریبه ځمکه جوړېږي، چې ټولې اړینې آسانتیاوې به ولري. د یادونې وړ ده چې په دغه ترمینل کې به ټولې اړینې آسانتیاوې شتون ولري او د مسافرینو ستونزې به په کې هوارې شي.