کابل کې د قزاقستان سفیر علیم خان یسین ګیلدییف د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره تودیعي لیدنه کې ویلي، چې افغانستان د قزاقستان لپاره یو مهم اقتصادي هدف دی او د دې هېواد د غنمو لپاره یو ښه بازار اوټرانزیټي لار ګڼل کېږي. د قزاقستان سفیر د افغانستان جغرافیايي موقعیت د سیمې او په ځانګړې توګه د قزاقستان لپاره ارزښتناک بللی او ویلي یې دي، چې قزاقستان او افغانستان کولای شي لویو بازارونو ته د توکو لېږد لپاره ټرانزیټي لارې وکړي. دغه راز دې لیدنه کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان او قزاقستان اړیکې نږدې بللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر لا پراختیا یې ټینګار کړی.