د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په هیواد کې دننه د ټاپي پروژې له پیل څخه هرکلی کړی او دا یې د افغانستان لپاره یوه مهمه ملي اقتصادي پروژه بللې. ښاغلي کرزي پر خپله ټویټر پاڼه زیاته کړې، چې د داسې مهمو پروژو د پرمخ بېولو او د وطن د پرمختګ او تعالي لپاره روزلي او مسلکي کدرونه په هره مانا ضروري دي. نوموړي ویلي، په دې اساس پر سرپرست حکومت غږ کوي چې د نجونو پرمخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي او په هیواد کې د تعلیم او روزنې د ودې لپاره زمینه برابره کړي.