د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه رسمي لیک کې، د اصف دراني د ګوښه کېدو اعلان کړی او زیاته کړې یې ده چې هغه د روانې سپټمبر میاشتې له لسمې وروسته د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی نه دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې د دراني دنده د سپټمبر پر لسمه پای ته رسېدلې، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي. درانی تېر کال د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی ټاکل شوی و.