د اطلاعاتو او کلتور وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست د روسیې په سنټ پټرزبورګ کې یې د ازبکستان د کلتور له وزیر، ازاد بیک اف سره کتلي دي. په دغه کتنه کې د ګڼو دوه اړخیزو مسایلو ترڅنګ د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا او د ګرځندوی صنعت پر پراختیا هم ټینګار وکړ. اخوا د ازبکستان د کلتور وزیر هم د دوه اړخیزو اړیکو له پیاوړتیا خوښي څرګنده کړه او زیاته کړې یې ده، چې ګرځندوی صنعت یا توریزم د دواړو هېوادونو په اړیکو کې مهم رول لري.