کابل ښاروالۍ د ودونو د هوټلونو له مسوولینو غوښتي، چې تر دې وروسته په محفلونو کې بهرنۍ میوې ونه کاروي. د کابل ښاروالۍ استازی وايي، دا پرېکړه له کورینو میوو د ملاتړ په موخه شوې ده. ورته مهال په کابل کې د تازه میوو یو شمېر پلورونکي، د ښاروالۍ له دې پرېکړې خوښي څرګندوي او له کورنیو میوو ګټنه د افغان کروندګرو د ملاتړ په برخه ګټور ګڼي. دا په داسې حال کې ده چې، د کورني او بهرني بازار د نشتون له امله د افغانستان ډیری کرنیز محصولات لکه میوې او تازه سبزي په ډیره کمه بیه پلورل کیږي او هرکال بڼوالو او کروندګرو ته زیان رسیږي.