د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې په دغه هېواد کې ۳۲ بې اسناده پاکستاني او افغان کډوال نیول شوي دي. د مالوماتو له مخې دا ٣٢ افغان او پاکستاني کډوال پرون په «ادیرنه» ښار کې نیول شوي دي. د ترکي رسنیو د راپورونو پر بنسټ، نیول شوي کډوال په غیر قانوني توګه او د اقامت اسنادو پرته دغه هېواد ته داخل شوي وو او د دغه هېواد د پولیسو له خوا ونیول شول. ویل کېږي چې دا افغان او پاکستاني کډوال د میرچ، اپساله، لالاپاشا او ازونکوپرو په کلیو کې د عملیاتو پرمهال پېژندل شوي او نیول شوي دي. په ورته وخت کې د ادیرن ښار پولیسو په دې وروستیو کې اعلان کړی چې د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي لپاره یې په ټول هېواد کې عملیات پیل کړي دي