د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېره یوه اونۍ کې څه باندې ۳۵ زره افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته راستانه شوي دي. د دغه وزارت ویاند زیاتوي، چې اوسمهال په هېوادونو کې د افغان کډوالو د ستونزو د هواري لپاره خبرې روانې دي. نوموړی وايي دغه وزارت له هېوادونو غوښتي، چې له افغان کډوالو سره ښه چلند وکړي. یو شمېر افغان کډوال په ګاونډیو هېوادونو کې له شته ننګونو شکایت کوي او له سرپرست حکومت د دغو ستونزو د هواري غوښتنه کوي.