د زابل ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د خلکو په شخصي لګښت په ۲۵ میلیونه افغانۍ اته پُلونه جوړ شوې دي. د زابل ارغنداب ولسوالي امنیه قومندان وایي، دغه پُلونه د امنیه قومنداني په همکاري او د خلکو په مالي ملاتړ تېرکال جوړ شوې دي. بلخوا د ارغنداب اوسېدونکي وايي چې د یادو پلونو له جوړېدو مخکې له ګڼو ستونزو سره مخ وو. دوی زیاتوي چې د پلُ نشتون له امله ناروغانو روغتون ته پر وخت نشوای رسولی او په وینا یې، اوس یې، دغه ټولې ستونزې حل شوې دي. د ارغنداب ولسوالي امنیه قومنداني د معلوماتو له مخې، دغه ولسوالي کې درې نور ورته پلُونه هم تر کار لاندې دي او د چارو تر بشپړېدو وروسته به ګټېاخیستنې ته وسپارل شي.