د کندوز عامې روغتیا ریاست د دې ولایت د چهاردرې ولسوالۍ په نواباد کلي کې د ۲۹ میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت د یوه روغتیایي مرکز د چارو د پیل خبر ورکړی. د مسوولینو په وینا؛ د دې روغتیایي مرکز په جوړېدو سره به د دې کلي څهباندې ۶ زره کورنۍ له روغتیایي خدمتونو برخمنې شې. د سیمې اوسېدونکي د یاد روغتیايي مرکز د چاءو پر پیلېدو خوښي وښوده او وې ویل، چې د دغه روغتون په جوړېدو سره به یې د روغتیا په برخه کې ستونزې تر یوه بریده حل شي.