د هرات ولایت د ترافیکو مدیریت مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ٦ کسانو ته د مرګ ژوبله اوښتې ده. د مسوولینو په خبره دغه پېښه د کابل _ هرات پر لویه لاره رامنځته شوې، چې له امله یو تن مړ او ٥ نور ټپیان شوي دي. د دغه ټکر له امله د هرات دروازې (میرداود) یوه برخه هم زیانمنه شوې ده. د پېښې ټپیان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي. دا په روانه اونۍ کې د هرات ولایت پر لویو لارو د رامنځته شویو درېیمه مرګونې ترافیکي پېښه ده.