د کندهار ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې د اوبو رسولو یوې شبکې په جوړېدو سره ۸۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې دغه شبکه د پنجوايي ولسوالۍ په سالګزو کلي کې د میډر موسسې په مالي ملاتړ د ۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، چې ۸۰ کورنیو ته یې د څښاک اوبه برابرې کړې دي. د یادولو وړ ده، چې له دې وړاندې هم د یاد ولایت په یو شمېر نورو ولسوالیو کې د اوبو رسولو شبکې جوړې شوې دي.