د ترکیې د انادولیا خبري آژانس د راپور له مخې د دغه هیواد یوې مرستندویه ادارې په بلخ ولایت کې لسګونو کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو امکانات برابر کړي دي. دغه پروژه چې پرون د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې یا ټیکا په مرسته د دې ولایت په بلخ ولسوالۍ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه، له پاکو اوبو به یې له درې سوه زیاتې کورنۍ ګټه پورته کوي. دغو کورنیو ته د پاکو اوبو د یوې شبکې لپاره ۱۲۰ متره ژوره څاه کیندل شوې، د اوبو د ذخیره کولو لپاره ۹۰۰۰ لیټره یوه ټانکۍ نصب شوې او د اوبو د رایستلو لپاره یې هم د سولري برښنا څو پنیلونه نصب شوي دي.