د خوړو نړیوال پروګرام ( ډبلیو ایف پي ) ویلي، چې د افغانستان په ځینو کلینیکونو کې د خوارځواکه میندو او ماشومانو شمېر دوه برابره دېر شوی دی. ډبلیو ایف پي په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د مرستو کمېدل د خوارځواکۍ د ډېرېدو سبب کېږي. د خوړو نړیوال پروګرام زیاتوي چې د دوی د بودیجې د کمېدو له امله په تېر یوه کال کې لږ تر لږه لس میلیونه افغانانو خوراکي مرستې نه دي ترلاسه کړي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي. دغه راز د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یا یونېسف د بیا د تېرې یکشنبې په ورځ ویلي وو چې تر درې لکه درې څلوېښت زرو ډېر ماشومان په افغانستان کې د خوارځواکۍ له امله بستر شوې دي.