د پوهنې سرپرست وزیر، چې کونړ ته یې سفر کړی د دغه ولایت مرکز اړوند څاګي سیمه کې یې د یوه ښوونځي د دوه پوړیزې ودانۍ د ودانولو د بنسټ ډبره کېښوده. د کونړ د پوهنې رییس محب الله حیدري وايي، دا ودانۍ چې دوه پوړونه به ولري د څه د پاسه ١٨ مېلیونه افغانیو په مالي لګښت جوړېږي، چې چارې به یې په لسو میاشتو کې بشپړې شي. دا ودانۍ به ۱۲ درسي او دوه اداري خونې ولري، چې د شاوخوا ۴۰۰ زده کوونکو د سرپناه ستونزه به ورسره حل شي.