د احصايې او مالوماتو ملي اداره ویلي، چې په متحده عربي اماراتو کې دفتر یې تر ۳۷۰۰ ډېرو بهرمېشتو افغانانو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشلې دي. د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې د اسان خدمت مرکز مسوولین وايي، چې په ورځني ډول شاوخوا ۶۰ کسان ورته مراجعه کوي. یاد مرکز مشر نعمان اکبر ویلي، چې دوی ته په کاناډا، امریکا، اروپايي هېوادونو او په متحده عربي اماراتو کې مېشت افغانان د خپلو برېښنايي پېژندپاڼو او هویتي ستونزو د حل له پاره مراجعه کوي. د احصايې او مالوماتو ملي ادارې پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په متحده عربي اماراتو کې د اسان خدمت مرکز له لوري ۳زره ۷ سوه افغانانو ته برېښنايي پېژندپاڼې، ۲۷۰ تنو ته د برېښنايي پېژندپاڼو له وېش وروسته خدمتونه او ۶۵۰ نورو ته د کاغذي پېژندپاڼو د اصلاح خدمتونه وړاندې شوي دي.