د کندهار ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د نيالګيو کینولو ملي کمپاين د زينتي او ميوه لرونکو نيالګيو په ايښوولو سره پيل شوی دی. دا په داسې حال کې ده، چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په ټول هېواد کې د ۱۴۰۴ هجري لمريز کال نیالګیو کینولو ملي کمپاين پیل کړى. د يادې ادارې لخوا د کندهار لپاره د (۳۰۰۰) نیالګیو سهم ټاکل شوی، چې له دې ډلې یې د ۴۵۰ اصله ناجوګان او نارنج نيالګیو کینولو پروسه د کندهار عمومي عیدګاه په انګړ کې پیل شوې ده.