د تخار ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په چاهاب ولسوالۍ کې د سرو زرو مینځلو کارځای کې د تونل نړېدو پېښه کې ټول بند پاتې ۹کارکوونکي ژغورل شوي دي. د تخار امنیې قوماندانۍ ویاند رسنیو ته ویلي چې ټول بند پاتې کسان تېره ورځ ناوخته را ایستل شوي دي. هغه ویلي، چې دا کارکوونکي چې د سرو زرو مینځلو په یو کارځای کې د تونل لوېدو له امله بند پاتې وو، د ځایي خلکو او حکومتي چارواکو په ګډو هڅو له دوو ورځو وروسته ژغورل شوي دي. تخار د هېواد هغه ولایت دی چې د سرو زرو ډېر کانونه لري او هر کال لسګونه کارکوونکي د نامعیاري کان کیندنو په پایله کې ژوند بایلي.