د پکتیکا ولایت د پوهنې رياست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په نعمتاباد ولسوالي کې د سروکوبازار ابتدايه ښوونځي ته د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت ودانۍ جوړېږي. د سرچینې د مالوماتو د یاد ولایت د پوهنې رياست مسوولین هڅه کوي چې پکتیکا کې د ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې کړي، ځکه په خبره یې، د ښوونې او روزنې او د زدهکوونکو د غوره علمي زدهکړو لپاره مناسب چاپېریال اړین دی.