د سياېن اېن خبري اژانس ترکي برخې راپور ورکړی، چې ترکي پولیسو د «چاناکقلعه» ښار سواحلو ته نژدې ۱۸ افغان پناهغوښتونکي نیولي دي. د راپور له مخې په نیول شویو افغانانو ډله کې ۶ ماشومان هم شامل دي. د راپورونه وایي، د ترکي ځواکونو عملیاتو کې د اذربایجان هېواد یو وګړی د انسان قاچاق په تور نیول شوی دی. د ترکیې ساحلي ګارد زیاته کړې چې دغه ۱۸ ناقانونه افغان کډوال له اداري طی مراحلو وروسته، د کډوالو د منلو او لېږد مرکز ته استول شوي دي. د یادونې ده چې ترکي پولیسو تر دې وړاندې هم سلګونه غیرقانوني افغان کډوال نیولي او بیرته افغانستان ته ګرځولي دي.



































