د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق(یونیسف) د لوګر له پوهنې ریاست سره د شاوخوا ۳۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د درسي کتابونو او توکو مرسته وکړه. د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب وايي چې د یونیسف په دې مرسته کې د لومړي ټولګيو لپاره په پښتو او دري ژبو ۱۱۸۶۹۸ کتابونه، ۲۵۸ بستې اداري توکي، ۲۰۰۳ بستې تدریسي، ۲۵۶۵ بستې درسي توکي او ۱۰۹ بستې مارکرونه او رنګونه شامل دي. نوموړي وویل چې دغه توکي به د ټاکل شوې سهمیې له مخې د ۲۸۸ ښوونځیو پر ۲۰۰۳ ښوونکو او ۵۱۳۰۰ زدهکوونکو ووېشل شي.



































