د سرپرست حکومت اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د چين د يون نان ولايت له والي وانګ يوبو او نورو سيمه ييزو مسولينو سره کتلي دي. د سرپرست حکوت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او چين ترمنځ د اقتصادي، سوداګريزو، روغتيايي، روزنيزو او اکاډميکو همکاريو په اړه خبرې وکړې او د دوه اړخیزه اړیکو پر پياوړتيا یې ټينګار وکړ. د فطرت په وینا، په دې کتنه کې حنفي «د يو کمربند، يوه لار» لويه پروژه د ورېښمو د نوې لارې په توګه ياده کړه او زیاته یې کړه چې، سرپرست حکومت د دې پروژې ملاتړ کوي. بل لور ته د یون نان والي ویلي، چين د اقتصادي همکاریو په برخه کې د افغانستان د سياست هرکلی کوي او لېوالتيا لري چې په بېلابېلو برخو کې د تجربو په شريکولو سره خپلې همکارۍ پراخې او دومداره کړي.



































