د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې ایران ته یې دوه اونۍ وخت ورکړی تر څو د امریکا له احتمالي بریدونو ځان وساتي. نوموړی وايي، ښایي له ټاکلې مودې مخکې پرېکړه وکړي. ټرمپ همدارنګه ویلي، چې “ایران له اروپا سره خبرې نه غواړي” او اروپايي هېوادونه د اسراییل او ایران ترمنځ شخړه نه شيهوارولی. ټرمپ د اسراییل د بریدونو د درولو غوښتنې امکانات کم ګڼي، وروسته له دې چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وویل تهران به له امریکا سره تر هغه خبرې نه پیلوي چې اسرائیل پر ایران بریدونه درولي نه وي.



































