د ملګرو ملتونو امنیت شورا د راتلونکې دوشنبې په ورځ د افغانستان په اړه غونډه کوي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، روزا اوتونبایوا، د بشري چارو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله، جویس موسویا، او د ملګرو ملتونو د ښځو مشره سیما باهوس به دغې غونډې ته وینا وکړي. امنیت شورا په یوه بیان کې ویلي، چې د دې علني غونډې وروسته به د تړلو دروازو تر شا غونډه وشي. د امنیت شورا په بیان کې دا هم ویل شوي چې د دوحې پروسې کاري ډلې به د روان کال د جون په ۳۰مه او د جولای په لومړۍ نېټه په دوحه کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې او د افغانستان خصوصي سکټور په اړه غونډه وکړي.



































