د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په استانبول کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر اسحاق ډار سره لیدلي دي. په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو، سیمهییزو پروژو، سوداګرۍ او ټرانزیټ پر پراختیا خبرې کړې دي. همداراز، دواړو خواوو د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د درې اړخیزو خبرو اترو پر راتلونکې غونډه هم بحث کړی، چې ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکي کې په کابل کې ترسره شي.



































