د بهرنيو چارو وزارت پرون په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې یاد وزارت د اسرائيلي رژيم د بريدونو په دوام د ایران پر اتومي تاسيساتو د امريکا بريدونه غندلي او له دې سره یې په سيمه کې د بې ثباتۍ د لا پراختيا اندیښنه څرګنده کړې ده. په خبرپاڼه کې راغلي، چې د بهرنیو چارو وزارت د ایران اسلامي جمهوریت د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د نه منلو ګڼي او له ښکېلو خواوو غواړي، چې د ستونزې د حل په موخه ډیپلوماسۍ ته فرصت ورکړي. دا په داسې حال کې ده، چې پر ایران د امریکا بریدونه د د ګڼو هیوادونو لخوا غندل شوي دي.



































