د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د اسلامي همکاریو سازمان د ۵۱مې ناستې په څنډه کې د ترکيې د بهرنیو چارو له وزیر هاکان فیدان سره کتلي دي. په دې لیدنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو، سیمه ییزو موضوعاتو او همکاریو پر پراخولو خبرې کړې دي. متقي ترکيه د افغانستان لپاره یو مهم ستراتیژیک شریک بللی او پر لا زیاتو همکاریو یې ټینګار کړی. د ترکيې د بهرنیو چارو وزیر هم له افغانستان سره اړیکې مهمې ګڼلې او د همکارۍ د لا پراختیا غوښتنه یې کړې ده.



































