په بلخ ولایت کې د مېوو او سبزیو د ساتنې لپاره د چین په مالي ملاتړ یوه معیاري سړه خونه جوړېږي. د دې پروژې لپاره د چین تخنیکي انجنیرانو ټیم بلخ ته رسېدلی او د دغه ولایت له مرستیال والي نورالهادي ابو ادریس سره یې لیدلي دي. چینايي انجنیرانو ویلي، چې هېواد یې د افغانستان د کرنې پراختیا ته ځانګړې پاملرنه لري او د سړو خونو جوړولو په برخه کې هر اړخیزې همکارۍ ته چمتو دي. بل لور ته، د بلخ مرستیال والي له اړوندو ادارو سره د لازمې همغږۍ ډاډ ورکړی.



































