د هېواد د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې دغه مرسته په ترکیه کې د افغانستان د سفیر له لوري ملګرو ملتونو ته تسلیم شوې ده. د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي وايي، افغانستان د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په غوښتنه له فلسطیني کډوالو سره مرسته کړې ده. دده په وینا تېر کال په ترکیه کې له فلسطینيانو سره د مرستې په موخه کنفرانس جوړ شوی و، چې افغان حکومت هم په دغه کنفرانس کې د مرستې ژمنه کړې وه. د ملګرو ملتونو چارواکو د هېواد د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر صلاح الدین رباني سره د لیدنې پر مهال د یادې مرستې له امله مننه کړې ده.




































