د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د پام وړ لوړ شوی دی. د افغانستان بانک د اسعارو بیو د جدول له مخې، نن یو امریکایي ډالر د کابل په بازارونو کې په ۶۳ افغانۍ بدلېږي. د افغانستان بانک مسوولینو تر دې مخکې ویلي، چې د مناسبو پولي سیاستونو په عملي کولو سره توانېدلي، د افغانیو ارزښت وساتي او د اسعارو په بازار کې د ناڅاپي بدلونونو مخه ونیسي.



































