امريکا او اسرائيل د فبرورۍ په ۲۸مې نېټې په داسې حال کې پر ایران بريدونه پيل کړل، چې له دې دوه ورځې وړاندې ايراني او امريکايي مرکچي پلاويو په ژنيو کې د غیر مستقیمو خبرو اترو درېیم پړاو پای ته رسولی و او د خبرو د راتلونکي پړاو پر مهال ویش یې موافقه کړې وه.
د امریکا او اسراییل دغه بېشرمه عمل نه یوازې د نړیوالې ټولنې د سولې هڅې سبوتاژ کړې، بلکې نړۍ ته یې دا “امریکایي منطق” هم وښوده، چې خبرې اترې یوازې د جنګ غوښتونکو لخوا د سرتېرو د ځای پر ځای کولو او د وخت اخیستلو لپاره ترسره کېږي.
د ایران د انقلابي ګارډ لوړ پوړي سلاکار جباري د مارچ د ۲مې نېټې په شپه د هرموز تنګي د تړلو اعلان وکړ او خبرداری یې ورکړ، چې هره هغه کښتي به په نښه شي چې له دغه تنګي د تېرېدو هڅه وکړي.
د هرموز تنګي د بندېدو له امله د نړۍ د نفتو د لېږد نژدې ۲۰ سلنه لارې پرې شوي او د نفتو نړیوالې بیې یې بېسارې لوړې شوې دي.
کله چې د امریکا مشرانو د جنګ پرېکړه وکړه، نو له خپلو متحدینو څخه یې پوښتلي وو او ایا هغوی د قیمت ورکولو ته چمتو وو؟
دا مالومه خبره ده، چې امريکايي مشرانو له خپلو نږدې متحدينو سره مشوره نه ده کړې، بلکې ټول يې له پامه غورځولې دي. کله چې امریکا په خپلسر د جګړې پرېکړه کوي، نو بې له ځنډه د خپلو متحدینو ګټې هم قرباني کولی شي.
د جاپان، کوریا جمهوریت او اروپایي هېوادونو په شمول د امريکا متحدین د واشنګټن د ستراتیژیکو اهدافو لپاره خطرونه زغمي.
امریکا د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام اصلي پلمه د اټومي وسلو د خپرېدو مخنیوی یادوي. خو کله چې امریکايي ځواکونه د ایران پر اټومي تاسیساتو توغندیز بریدونه کوي، نو څه تضمين شته چې هلته به اټومي بټۍ لیک نه شي؟
په حقیقت کې د اټومي وسلو مخنیوي د امریکا لپاره هسې پلمه ده.
امريکا یوازینی هېواد دی، چې په جګړه کې يې اټومي وسلې کارولي او د هیروشیما او ناګاساکي ټپونه لا نه دي رغېدلي.
په منځني ختیځ کې روانه جګړه نه یوازې د امریکا او اسراییلو ترمنځ شخړه ده، بلکې د امریکايي تسلط ننداره هم ده.
د امريکا د سولې خبرې هوايي وي، خپل متحدین قرباني کوي او جګړه د وسیلې په توګه کاروي.
امریکا نن په خلیج کې جګړه پیل کړې، خو سبا د نړۍ په هر ګوټ کې ورته کار کولی شي.
د امریکا کوم متحد ډاډه دی او کوم تضمين لري، چې په راتلونکي کې به د واشنګټن د ګټو لپاره نه قرباني کېږي؟


































