د سیمې د اقتصادي بدلونونو په روان بهیر کې داسې نښې راڅرګندېږي چې افغانستان کولای شي له اوږدې انزوا وروسته یو ځل بیا د اتصال، سوداګرۍ او ترانزیټ په مهم مرکز بدل شي. د ایران د ریل پټلۍ ادارې د اجراییوي رییس وروستۍ څرګندونې، چې له مخې یې د ایران او چین ترمنځ د یوې نوې ستراتیژیکې ریل پټلۍ طرحه د کار په اجنډا کې شامله ده، د همدې بدلون روښانه بېلګه بلل کېدای شي. د دې طرحې له مخې، یاده لاره به د افغانستان له لوېدیځ څخه پیل، د هېواد تر شماله وغځېږي او بیا به د واخان دهلېز له لارې چین ته ونښلول شي؛ هغه مسیر چې افغانستان یې د سیمې د سوداګرۍ په زړه بدلولی شي.
افغانستان د جغرافیایي موقعیت له پلوه داسې ځای کې پروت دی چې تل یې د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ د تېرېدو رول لوبولی دی. که د تاریخ پاڼې واړوو، د ورېښمو مشهوره لاره به مو مخې ته راشي چې د همدې خاورې له اوږدو یې تمدنونه سره نښلولي وو. نن چې د ریل پټلۍ په څېر عصري ترانزیټي شبکې د هېوادونو د پرمختیايي تګلارو مهمه برخه ګرځېدلې، افغانستان یو ځل بیا دا فرصت لري چې خپل تاریخي رول په معاصره بڼه راژوندی کړي. هغه مسیر چې له هرات څخه تر مزار شریف پورې غځېږي، لا له وړاندې د سیمهییز اتصال له پلوه حیاتي ارزښت لري او که دا لاره د واخان دهلېز له لارې چین ته ونښلول شي، نو افغانستان به د درېیو مهمو اقتصادي حوزو ترمنځ د نښلولو اساسي کړۍ شي.
د دې پروژې ارزښت یوازې په ترانزیټي فیسونو او عوایدو کې نه خلاصه کېږي. ریل پټلۍ د سوداګرۍ لګښتونه راکموي، د توکو لېږد چټکوي او د بازارونو ترمنځ واټنونه لنډوي. افغانستان چې د کرنې، کانونو او ځینو تولیدي سکتورونو له پلوه د پام وړ ظرفیتونه لري، د داسې یوې لارې په لرلو سره کولای شي خپل محصولات په کم لګښت او لنډ وخت کې نړیوالو بازارونو ته ورسوي. دا به نه یوازې صادرات زیات کړي، بلکې د کورني تولید د پیاوړتیا، د کارموندنې د رامنځته کېدو او د خصوصي سکتور د ودې لامل به هم شي.
له بلې خوا، دا پروژه د سیمې د هېوادونو ترمنځ د باور جوړونې یو مهم ګام بلل کېدای شي. کله چې هېوادونه د سیاسي شخړو پر ځای پر ګډو اقتصادي پروژو تمرکز کوي، نو د ثبات او دوامدارې سولې بنسټونه ټینګېږي. ایران او چین، چې دواړه د سیمهییزې سوداګرۍ او ترانزیټ پراخې تجربې لري، که وکولای شي افغانستان د دې سترې پروژې فعال شریک کړي، نو دا به د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د اتصال بحثونه له نظري پړاو څخه عملي مرحلې ته ورسوي. دا ډول پروژې سیمې ته دا پیغام ورکوي چې اقتصادي همکاري د اوږدمهاله ثبات تر ټولو عملي لاره ده.
افغانستان ته په دې پروژه کې ګډون دا فرصت هم برابروي چې د یو مصرفي بازار له رول څخه ووځي او د ترانزیټي، لوژستیکي او حتی تولیدي مرکز پر لور حرکت وکړي. دا بدلون یوازې د سیاسي ارادې په اعلان نه عملي کېږي، بلکې د شفاف مدیریت، مسلکي پلان جوړونې او د کورني او بهرني خصوصي سکتور د فعال ګډون غوښتنه کوي. که دا اصول په پام کې ونیول شي، نو د ریل پټلۍ دا مسیر کولای شي د افغانستان د اقتصاد د بیا رغونې یو بنسټیز ستنه وګرځي.
د واخان دهلېز، چې له تاریخي پلوه د تمدنونو د نښلولو یوه مهمه دروازه پاتې شوې، اوس بیا د نړیوالې سوداګرۍ په نقشه کې ځای نیسي. دا دهلېز نه یوازې چین ته د نښلولو یوه لنډه لار ده، بلکې افغانستان ته دا امکان هم برابروي چې د ختیځې اسیا له سترو بازارونو سره مستقیم تماس ولري. د چین صنعتي ځواک، د ایران ترانزیټي تجربه او د افغانستان جغرافیایي موقعیت که په سمه توګه سره وتړي، نو د سیمې اقتصادي توازن ته به نوې بڼه ورکړي.
په ټوله کې، د ایران او چین ترمنځ د ریل پټلۍ دا وړاندیز شوې ستراتیژیکه لاره باید یوازې د دوو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د اسانتیا په سترګه ونه کتل شي. دا د افغانستان لپاره د بیا راژوندي کېدو، د اقتصاد د پیاوړتیا او د سیمهییزو همکاریو د پراخېدو یو مهم تاریخي فرصت دی. که له دې چانس څخه په هوښیارۍ او ملي لیدلوري سره ګټه واخیستل شي، افغانستان به وکولای شي د جګړې او انزوا له سیوري ووځي او د اتصال، سوداګرۍ او اقتصادي ثبات پر لور یو عملي او هیلهبښونکی ګام واخلي.




































