روغتیا نړیوال سازمان(ډبلیو ایچ او) راپور ورکړی چې په افغانستان کې بارانونو او ناڅاپي سېلابونو د ۱۰ روغتیايي مرکزونو فعالیتونه ګډوډ کړي دي. د راپور له مخې د بارانونو او سېلابونو له امله ۹۱ کسان مړه شوي او ۲۹۷ نور ټپیان شوي دي. دغه راز، په همدې موده کې ۴ زره او ۶۸۰ کورنۍ بېځایه شوې دي. راپور زیاتوي چې په مارچ میاشت کې د سینهبغل ناروغۍ له امله ۱۹۸ کسان مړه شوي، چې دا شمېر د فبرورۍ میاشتې د ۳۱۳ پېښو پرتله کم شوی دی. پر دې سربېره، په مارچ میاشت کې د شري ناروغۍ له امله ۱۱ کسان مړه شوي، په داسې حال کې چې په فبرورۍ میاشت کې ۱۶ کسان مړه شوي وو، چې نږدې ۸۰ سلنه کموالی ښيي.




































