د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له رسنیو سره په تازه څرګندونو کې ویلي چې مرستیال ولسمشر جيډي ونس به په اسلاماباد کې له ایران سره د خبرو په نوي پړاو کې د امنیتي اندېښنو له امله د امریکايي پلاوي مشري ونه کړي. له دې وړاندې امریکايي چارواکو ویلي وو چې تمه کېده ونس به د امریکايي پلاوي مشري وکړي، خو تر اوسه دا نه ده څرګنده چې د هغه پر ځای به څوک دغه دنده پر غاړه واخلي. بل لور ته ایران ویلي چې له امریکا سره د خبرو په دویم پړاو کې ګډون نه کوي او په دې اړه خپاره شوي راپورونه یې رد کړي دي.




































