د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو کچه پراخه شوې او تېر کال د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ حجم نږدې ۱.۲ میلیارد ډالرو ته رسېدلی دی. د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، وزبکستان د افغانستان د صادراتو درېیم ستر بازار دی او تېر کال دې هېواد ته د افغانستان صادرات ۱۵۱ میلیونه ډالر وو. د سوداګرۍ او پانګونې خونې په وینا، د دواړو هېوادونو خصوصي سکټور په روان کال کې نږدې ۲۹۰ تړونونه او تفاهملیکونه لاسلیک کړي چې ارزښت یې څلور میلیارد ډالرو ته رسېږي. دواړه هېوادونه هڅه کوي چې د انرژۍ، ترانزیټ، صنعت او پانګونې له لارې د سوداګرۍ کچه په راتلونکو کلونو کې پنځو میلیارده ډالرو ته لوړه کړي.





























