د پاکستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې خبر ورکړی، چې د جون له ۲۶مې څخه د جولای تر ۲۶مې پورې په دغه هېواد کې د موسمي بارانونو او سېلابونو له امله ۱۰۷ کسان مړه او ۳۴۴ نور ټپیان شوي دي. د ادارې د شمېرو له مخې، د مړو شویو کسانو له ډلې ۵۵ تنه په خېبرپښتونخوا او ۳۶ تنه په پنجاب ایالت کې دي. دغه راز، په قربانیانو کې ۴۷ ماشومان، ۳۷ نارینه او ۲۳ ښځې شاملې دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې، د مړینو ۵۷ سلنه پېښې د کورونو د نړېدو او ۱۸ سلنه د سېلابونو له امله رامنځته شوې دي. دغه راز، په ټپیانو کې ۲۴۷ تنه په پنجاب او ۷۸ تنه په خېبرپښتونخوا کې ثبت شوي دي. بلخوا، د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې د جولای له ۲۹مې نېټې څخه به د هېواد په یو شمېر سیمو کې د موسمي بارانونو نوې څپه پیل شي





























